FANDOM


ځينې خلکو په ډالرو ايمان خرڅ کړو
چا بنګله او په موټرو ايمان خرڅ کړو
چا پرې خپلې تنخواګانې اضافه کړې
چا پتلون او په نېکرو ايمان خرڅ کړو
چا سرښکته کړلو بوش او اوباما ته
خو يو چا يې په ملګرو ايمان خرڅ کړو
د ملي اتلولۍ دعوه کونکو
د دې وخت په يرغلګرو ايمان خرڅ کړو
لوى خبيث شي او کانديد شي، ډګروال شي
که هر چا په زورورو ايمان خرڅ کړو
چا پرې واخستل چاکليټ او بسکټونه
چا، جوارو، په ټېپرو ايمان خرڅ کړو
په ټېپ، ټي وي، اورېديو غوندې شيانو
ډېرو، زياتو ټنګه سرو ايمان خرڅ کړو
افسوس ډېرو جاهلانو افغانانو
په شرابو او سندرو ايمان خرڅ کړو
د ښار خلکو ډرامو او په فلمونو
د يورپ په لنډغرو ايمان خرڅ کړو
اسلام څه چې انسانيت يې شرمنده کړو
دوي د وخت په ځناور ايمان خرڅ کړو

١٣٨٨ د خبيثې دېموکراسۍ زامنو ته ډالۍ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki