Fandom

شعرونه

د روزگان خونړی واده

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

ښکاره شو د وفا لباس کې راغئ خو جفا کړي

پخوا دې هم سره کړي نن دې بيا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

زمونږ د پت عزت دښمنو څه لوبې مو وکړې

څه روس په وينو سره کړه ،څه امريکا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

بمونه دې گذار کړه خوېندې مېندې مو دې مړې کړې

ځوانان دې هم وژلي بې گناه په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

نن گوره جنازې چې يو په يو له کوره وځي

دا ټول دې د واده ډولئ تر خوا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

په يو او په بل نوم باندې مو وژني ښه پوهېږم

بيا وائي راته دا چې اسامه په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

تر څو به زمونږ وينې ستا پدې پلمو بهېږي

نا حقه دې په کور کې ناوې شاه په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

کسات مې درنه اخلم د افغان بچی يم پوه شه

ظالمه مظلومان دې ناروا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

قلم پلاس اړم يم ستا د ظلم تاريخ ليکم

دروغ نه وايمه ريښتيا دی، تا ريښتيا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه

دا تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟

Also on Fandom

Random Wiki