Fandom

شعرونه

د زړونو بلا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

يوه ور ځ د ورځو راغله،

ډېر بې شماره ښاريان غونډ و ،د ښار منځ کې

لاروى د نيمو شپو پاڅېد ، ولاړ شو،

اخر دا ناشنا بيان يې ښار ته وکړو:

( اې ښاريانو، ښه خبر شئ !

ستاسو ستر واکدار بادار خو،

تور ښامار دى ،

تاسو واړه بنده گان ياست ،

د ښامار مار.

دا واکدار ستر زمامدار مو همېش تږى دى د وينو،

هسې تږى ،

لکه وينو ته چې تږي وي د غرو رغو ليوان ټول،

زړۀ يې کلک لکه تور کاڼى د بيابان،

لکه سندان دى.

که هم وڅښي سمندر، سمندر وينې ،

تنده يې لا پسې لمبه د اور لمبه شي.

که هم وخوري غرونه غرونه ژوندي ساري،

ولږه يې لا پسې زيادت کا ، لا شدت کا.

په لېوانو کې لېوۀ له وږو وږى ،

په درياب کې پروت نهنگ له تږو تږى .

اې ښاريانو!

ورشئ ، ورشئ !

خپل بادارته له نژدې نه لږ څه ځير شئ !

هغه سترگې چې د دۀ دي ، دوه د وينو کټوري دي،

دغه سترگې د ښامار دي.

هغه سرې لمبې د قهر او د غضب چې،

د واکدار د مخ څېرې نه پورته کېږي،

هغه اور دى چې راوځي د ښامار پوزې سپوږمو نه.

د باردار هغه منگولې چې قوي دي ، پولادينې ،

ستاسو زړونو کې ټومبلې ، کلکې ، خښې،

دا منگولې د بلا دي، د ښامار تورې بلا دي.

اې ښاريانو!

ښه خبر شئ !

دا بلا توره بلا چې دلته ناسته په دې ښار ده،

له کوم بل پردي هيواده خو راغلې دلته نه ده.

دا بلا ده په دې کور کې روزل شوې.

له دې سيمې پاڅېدلې،

پخپل لاس مو له خپل ځانه راويستلې ،

پخپل لاس مسلطه کړې .

دا بلا ستاسو بلا ده.

ځکه، ځکه تاسو هر يو،

ښاماران ساتئ ، روزئ پټ

په سينو، په خپلو زړو کې .

چې د لوى ښامار خوراک شي،

چې ښامار لوى نور هم لوى شي، زورور شي.

خلاصيداى له دې ښاماره تاسو نه شئ ،

دا ښامار وژلى نه شئ ،

تر څو تاسو راپا نه څئ

دا ښامار پخپلو زړونو کې مړ نه کړئ، نابود نه کړئ.

که د نفس بده بلا کړي څوک نابوده،

نو به هله د بلا تورې بلا څوک خوراک نه شي

که د خپل زړگي ښامار مو قرباني کړو،

نو به هله تاسو نه شئ قرباني د لوى ښامار مار

Also on Fandom

Random Wiki