FANDOM


د ژوند هر رنګ امتحان سره بلد يو
مهاجر يو د هجران سره بلديو

جنازې لکه ډولۍ په خوشحالۍ وړو
د مرګونو د طوفان سره بلديو

سرې ګلولۍ لکه ږلۍ راته ښکاريږي
د بمونو د باران سره بلديو

پښتنو مېندو روزلي يو سوزنۍ کې
له زانګو، نه د زندان سره بلديو

د عزت بائېلل هېڅ شان زغملى نه شو
د سرونو د تاوان سره بلديو

رنګينېو، نۀ د مينى لېونيان يو
د ريښې ريښې ګرېوان سره بلديو

مونږ بچيان د انقلاب، مجاهدين يو
د جنګونو د مېدان سره بلديو

مونږ ته پاتې دي کيسې د يرغلونو
 د دردونو د داستان سره بلديو

د خندا او د خوښۍ خواږه مو هېر دي
د غمونو تريخ دوران سره بلديو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki