Fandom

شعرونه

د سهار ستوری

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ښايسته ستوری د مينې
هر سهار راپورته کېږم
د اسمان پر تندي باندې
لکه خال غوندې ځلېږم
تر نظر مې هر څه لاندې
کايناتو ته مسېږم
پورته ښکته په جهان کې
و هر چا ته ښه ښکارېږم
جمادات که حيوانات دي
دا ټول وينمه تېرېږم
هېڅ تعبير يې په ما نشي
څه قانون د دې جهان دی
نې عدم عدم ته ورته
نې وجود وجود په شان دی
کله يو کله بل رنګ وي
په سل ډوله نمايان دی
په يوه مځکه کې ګورم
ګاه پسرلی ګاهې خزان دی
و تغير ته يې حيرانېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
هر وخت کې چې زه ګورم
بېلې بېلې نندارې دي
څه ګړۍ څه لار ليده شي
بيا وحشت تورې تيارې دي
روغ ناروغ يې پېژند نشي
هر طرف سوې نارې دي
يو ساعت به ښکلی ګل وي
بل ساعت خاورې ايرې دی
د هر شي په حال خبرېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
نن به ښکلې معشوقه وي
سپينه خوله په هوس خاندي
زلميتوب په ميو مسته
څملی پاس پر پالنګ باندې
بيا دوهمه ورځ يې اورم
چې پرې وايي عالم ساندې
د بېباک فلک له لاسه
شي تر تورو خاورو لاندې
په حسرت حسرت ژړېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
ما په هره زمانه کې
ناکامي د عشق ليدلې
له بېلتونه په هر ځای کې
سرې لمبې دي لګېدلې
په شپو شپو زما پلوشو ته
مينان دي کړېدلي
ځيګر سوی لالهانده
په سرو سترګو ژړېدلی
زه يې هم په آه ويلېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
ما انسان حيوان بېل نه کړ
که څه تېر شوله کلونه
انسان وايي و ځان ته
تر حيوان يې بد خويونه
کله خدای له ځانه جوړ کړي
بندګان يې په زرګونه
کله پست شي چې کوي به
د غوايي عبادتونه
په دې راز هېڅ نه پوهېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
ځينې بت و ته سجده کړي
ځينې لمر و ته نسکور وي
څوک اوبو ته معبود وايي
څوک بنده غلام د اور وي
څوک منکر بيخي له خدايه
د چا فکر درې څلور وي
هر انسان خپل مسلک ستايي
مذهبونه لور په لور وي
په کارو يې زه شرمېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
په ظاهره سترګه ور وي
حقيقت کې هېڅ نه ويني
د تقليد سکه زامن دي
په درواغو لري مينې
غولېدو کې هسې پاس دی
د شيطان پرې کوي سپينې
که بينا پکې پيدا شي
تل به خوري د زړګي وينې
له انسانه وېزارېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
يو د بل غوښو ته وږي
خولې يې وازې سخت لېوان دي
نه په مرګ د چا ويشتلی
نه د چا سره خپلوان دي
يتيم، کونډه ژړوي تل
هم پر دې ژړا خندان دي
د خوارانو وينې وڅښي
مست په دې شراب روان دي
پاس پر سر باندې څرکېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
کله وينم چې شرق لوړ وي
د مغرب ترې اقتباس وي
تمدن خپور له آسيا نه
پر يورپ يې انعکاس وي
د اسلام بيرغ دنيا کې
له دا نورو پورته پاس وي
د جهان قومونه واړه
په احتياج د دوی د لاس وي
حريت باندې نازېږم
دا ټول وينمه تېرېږم
خو دا بله ورځ چې وينم
بيا د بل د لاس غلام وي
نه يې شان نه يې شوکت وي
ځينې پاته ننګ و نام وي
د يوې ستنې د پاره
سور کافر ته په سلام وي
ژوند يې پيل نه وي له مرګه
د دې قوم به څه انجام وي
په غمو کې يې نولېږم
دا ټول وينمه تېرېږم

Also on Fandom

Random Wiki