Fandom

شعرونه

د سپېدار تر سيوري

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

چې به سحر په کلي لمر را وخوت
دې سره سم به زمونږکاله ته څیرمه
په هغه غټ سپېدار کې
چې زمونږ په کور باندې یې سیوری خور و
څو مهاجرو مرغۍ ورا جوړه کړه
څومره په خوند به يې ویلې ترانې د مینې
له ما به بیا د سحر لمونځ قضا وو
څو کلیوالو به پټيو کې اوبه کړي وې
کله به چا پکې د غرنۍ سندرې غږ پورته کړ
د کلا شا ته به وړو سرلیو شور واچوه
زه به لا پروت وم د سپېدار سیوري ته
د تناره لوګی تر لرې د لیدلو وړ وو
دا مې په کلي کې وروستی سحر وو
او اوس کالونه وشول چې د سپېدار تر سیوري نه یم ویده
نه مې له هغه وخته د تناره توده ډوډۍ خوړلي
هغه یې ښه ویلي
(وطن د زیړو ګلو باغ دی
د مساپرو پکې نشته نصیبونه)
۲۰۱۲\۴\۲۷
سویډن ـ ارلوف

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki