Fandom

شعرونه

د شهادت کليمه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته مې یادیږې خو در تللی نه شم
ژوند مې په هرګام کې اغزي کرلي
پوهیږې؟
ژوند نه مې زړه دومره توردی
لکه دا ستا له تورو سترګو څخه
چې په رنجو ککړه او ښکه راشي
او ستا د تور کمیس ګریوان کې چیرې ځان پټ کړي
پوهیږې؟
ژوند ستا د بیلتون له غم نه لوی پيټی دی
خو تر هغو به یې پر سرګرځوم
چې یوه ورځ یې ستا په مخ کې کوز کړم
مامې د مرګ وروستۍ سلګۍ یوازې تاته پریښي
پریږده ! د ژوند وروستۍ شیبه ښکلې شي
پریږده، چې ستا په مخ کې
د شهادت دا کلیمه در سته کړم
خدای خو شاهد دی چې پر ما ګرانه یې

غـم

ستارترنګیږی
ته مې مخ ته ناسته
خوزه له تا خپه یم
نغمه زما په زړه چړې را منډي
تابې وفا را ته بیګاه څه وویل؟؟
هیڅ مې له زړه نه وځي
اودستار نغمه مې زړه کې
غم په شور راولي

Also on Fandom

Random Wiki