ويکي شعرونه
Advertisement

را ورېږې په زړګي افغانستانه
اې زما زخمي زخمي افغانستانه

د سپېڅلو شهيدانو له اثره
ډېر ښائېسته يې ګلابي افغانستانه

دې غافل کفري جهان ته لکه مرګ يې
اسلامي انقلابي افغانستانه

د سر مستو مجاهدو زلمو کور يې
مسته مسته او جنګي افغانستانه

تا کې هر وختې مغرور مرام بائللى
اى مغروره هېئبتي افغانستانه

تاريخونه دې ګواه دي په مېړانه
ستا بچي دي ننګيالي افغانستانه

د ( مفتون ) طالب وطنه تا کې شته دى
دادالله په شان زلمي افغانستانه

ننګرهار ګوشتې سيمه

وېشنيزه:اکرام الدين مفتون

Advertisement