Fandom

شعرونه

د عقيدې رشته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

مونږ د خزان بادونه ، نه يو چې سپرلي ماتوو
مونږ نسيمونه يو غوټۍ د سهارګي ماتوو

مونږ مجاهد يو ماتوو مغرور ظالم سرونه
مونږ هغه نه يو چې ازار اخلو زړګي ماتوو

د شهادت جام پسې دومره تږي تږي ګرځو
چې ددې تندې ماتېدو پسې تندي ماتوو

د جينکو په شان په کور او په ګودر کې نه مرو
په سنګرونو دا چينار چينار ځواني ماتوو

د خپلواکۍ احساس مو دومره په مستۍ کې دى چې
غلامان وژنو او بادار ته ئې مستي ماتوو

دا چې د خپلو د پردونه په پرده کې ګرځو
نور به د وينو په بدل دا پابندي ماتوو

مونږه سپېڅلي فدايان د رود نيل په شان يو
د وخت وحشي کفري لښکرې فرعوني ماتوو

د عقيدې په وريښمين تار چې تړلې نه وي
( مفتونه ) مونږ هغه رشته هغه دوستي ماتوو
ننگرهار اچين عدلخېل ١٣٨٧

Also on Fandom

Random Wiki