FANDOM


پرېده کسالت پښتونه ، هله لږ سرعت وکه
عصر د اتوم دی ته هم پاڅېږه غيرت وکه
وگوره عالم ته چه توپونه طيارې لري
ښه گړندی گاډی ښه رېلونه منارې لري
هر څه يو په درې او بل دسرو گلو درې دي
نه چه ستاپشانته وچ ډاگونه او خارې لري
تاله وايم تاله چه لږ غم دعافيت وکه
عصر داتوم دی ته هم پاڅېږه غيرت وکه
هر قام او ملت د ځان لپاره کوششونه کړي
مينه محبت دخپل رفعت کې شوگيرونه کړي
خپلې ترقۍ لپاره منډې زحمتونه کړي
قام د ابادۍ له پاره راز راز خدمتونه کړي
راشه ای پښتونه قام کې چيغه د وحدت وکه
عصر د اتوم دی ته هم پاڅېږه غيرت وکه
تا به کړي تباه دا دغفلت اوبېکارۍ ژوندون
تابه کړي برباد دا دفرقت او ځانځانۍ ژوندون
تابه کړی خفه دا د‌‌ذلت او د خوارۍ ژوندون
تابه کاندي ورک دادگوندۍ او تربگنۍ ژوندون
بس که گوندي بس که له گوندۍ ځنې نفرت وکه
عصر د اتوم دی ته هم پاڅېږه غيرت وکه
وگوره عالم ته دوحدت لاس ئې ورکړی دی
خپل وروراو عزيزئې يو له بله خبر کړی دی
ټولو ځان دښمن ته يو اواز يوسپر کړی دی
ځکه ئې هر کار او هر مرام تر سره کړی دی
راشه ای پښتونه قام کې چيغه د وحدت وکه
عصر د اتوم دی ته هم پاڅېږه غيرت وکه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki