FANDOM


دماښام تیارې خوریږي ته رانغلې

ساه مې لنډه لنډه کیږې ته رانغلې

دژوندون مې بس یوڅوسلګې دې پاتې

عزراییل اوس رارسیږي ته رانغلې

ستا دیدن نه بغیر ځم بلې نړۍ ته

بې قرارزړه مې ژړیګي ته رانغلې

دواړه سترګې مې نیولې ستاپه لوردي

سیلابونه ترې بهیږې ته رانغلې

اې تمکینه بس دی دومره ورته وایه

روح یې تن نه جداکیږي ته رانغلې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki