FANDOM


مونږ د ژوند په شان ګڼلى حقيقت مرګ
ډېر په مينه ساتو زړه کې هر ساعت مرګ

بې غېرته زندګي که بادشاهي وي
په سل ځل مو ترېنه خوښ دى د غېرت مرګ

چې له مرګه کوي ډار په ژوند مئين وي
هغو خلکو ته را درمي د ذلت مرګ

چې د حق په سر په اور کې سوى سکور شم
ما ته ښکاري بس همدغه د عزت مرګ

د جهاد سنګر کې خوښ ټوټه ټوټه يم
ربه را نکړې بستر کې د راحت مرګ

يا الله ته خو ( مفتون ) ته ور نصيب کړه
په پرهر پرهر سينه د شهادت مرګ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki