Fandom

شعرونه

د مينې مکتب

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هر خواږه کا د ترخۀ ترجماني
مرګ کوي د ژوندانۀ ترجماني

هر بېګا هر يو سبا ته آئينه ده
د ځوانۍ کوي زاړۀ ترجماني

هر نا شکره ته د رب د نعمتونو
هر ساعت کوي ړاندۀ ترجماني

د جهاد شبګير کې خوند د جنت شته دى
دغه رنګ دې کا لېمۀ ترجماني

انقلاب د فرهنګ ژبه داسې پرې کړه
چې د باز کوي کارغۀ ترجماني

ستا په سترګو کې د ګل په اثر کاندي
دا اغزي اغزي باڼۀ ترجماني

ما د مينې مکتب هم څو، کاله لوستى
 اوس کوى شم څه نا څۀ ترجماني

( مفتون ) هسې په ظاهره خوشال ښکاري
اسويلى يې کا د زړۀ ترجماني

١٣٨٣

Also on Fandom

Random Wiki