وسوم اور د انتظار، خو ته رانغلې
سپېلنی وريت په انگار، خو ته رانغلې
په درشل کې د ښکلا د پېغلتوب دې
ډېر سرونه شول بلهار، خو ته رانغلې
چې مو کړی وو تړون پکې د مينې
وران ويجاړ شو هغه ښار،خو ته رانغلې
مال و سر وهست ونېست مې له يو سره
کړه دا ستا له سره ځار، خو ته رانغلې
چې ښکالو مې ستا د خيال د پښو تر غوږ شوه
ما کړه فرش په لېمو لار، خو ته رانغلې
د تيارو له ځنگله هسک لکه شهاب شول
د رڼو سپېدو سپېدار، خو ته رانغلې
توره شپه مې وروڼله ستا گلمخ ته
لکه پر مخه تر سهار، خو ته رانغلې
زه په خيال ستا د اوږدو زلفو کړيو
وختم پر سر د دار، خو ته رانغلې
ستاسر و ورته يې، لمن له گلو ډکه
شو خزان هغه بهار خو ته رانغلې
چې ښندلی مې وای ستا د ناز په پښو کې
شومې تېر د ځوانۍ وار، خو ته رانغلې
لاس پرسر دې کړم له ژوند اسرې د هوکې
پر ما خاورې شوې انبار، خو ته رانغلې
ما د خپلو هډو پلو له ايرو جوړ کړ
درته څلی د يادگار، خو ته رانغلې
ما وېل بلې مې له لوره کړې د مينې
يو څو شمې پر مزار، خو ته رانغلې
ستا د مينې د اور وينو له ناورينه
ارمان يوړ گور ته زيار، خو ته رانغلې
پېښور
۳/۱۱/۱۹۹۴
وېشنيزه:مجاور احمد زيار