ما مې د مکتب لمبو ته وژړل
ډير مې هغه وران صنفو ته وژړل
د صنف د رياضې تختې هم سوی وې
ما يي د تختو ايرو ته وژړل
هيلې ځوانيمرګې شهيدانې وی
ما يي د مزار جنډو ته وژړل
د علم ډيوه مړه وه تور تمونه وه
ځکه مې د وخت ظلموته وژړل
ای حفيظ ملياره خلک سپوږمی ته ځې
ما دا خپل کڼډر کوروته وژړل
ويانا د اتريش ښار وېشنيزه:حفيظ مليار وېشنيزه:شعرونه م