Fandom

شعرونه

د نازولو کور

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ﻻ اوس هم باندي چغيږي څو بلبلي پرها درختو چي جګړو نه دي سوځلي
اوس ﻻهم وږم راځي له سپېرو دښتو خير که وريځو څو پسرلي نه دي خندلي
اوس ﻻهم په سړو زړو کي څه ګرمي سته نامېنديو که هر څو دي ننولي
ﻻ مين کاته دي پاته پر څو سترګو په کږو بڼو ﻻ اوس هم زړه پېيلي
طراوت يو مخي ټول نه دئ له باغه ﻻ څوک سته چي د نرګس جام ته نېنګلي
له ګړوب ښاره ﻻ نغمه د ميني اورم ازانګې مي يې له ليري اورېدلي
د ريا زاهدان پټ سرپکښې ګرزي خپلو کړو او خپل عمل دي شرمولي
عقل کوچ نه دئ يو مخي له دې ښاره خير که کډو د جنون پر اړولي
ﻻ پر وچو شونډو ناسته څه موسکا ده څه کې خاوري د بېلتون پر سر پاشلي
چي د ستړو قافلې پر هوسا کيږي اوس ﻻ هم هغه چينې سته هغه کلي
له دې ښاره نظر مه اړوئ خلکو پکې اوسي اوس ﻻ هم څو نازولي

ټورنټو ـــ کاناډا

١٢ نومبر ٢٠٠٢ ز

Also on Fandom

Random Wiki