Fandom

شعرونه

د نور هيندارې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چا ظالم د سر، سرونه رانه يوړل
چا شملې او د ستارونه رانه يوړل

هر سهار لکه بلبل ورپسې ژاړم
خزان ډېر ښاېئسته ګلونه رانه يوړل
طالبان لکه طوطيان يتيمان ګرځي
وخت د علم ګلشنونه رانه يوړل

څوک د سرو زرو تاجونه را نه اخلي
چا د فخر مينارونه رانه يوړل
څوک په بدو بدو سترګو راته ګوري
چا د رحم نظرونه رانه يوړل

چا بدرنګو غمازانو جادوګرو
د خوږې مينې خوندونه رانه يوړل
چې تورتم کې پرې ډاډه او مطمئېن وم
طوفان هغه مثالونه رانه يوړل

چا په زړه باندې داغونه راته راکړل
چا د سترګو نه خوبونه رانه يوړل
چې د رب د نور هيندارې وې ( مفتونه )

Also on Fandom

Random Wiki