Fandom

شعرونه

د واکمنۍ پر خول

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سپوږمۍ مخ دې پلوشې د سبا لوني

گلوږمونه دې د شونډو موسکا لوني

د خندا د الماسي شغلو له برېښ دې

د ښايست د اسمان ستوري ځلا لوني


څنگه نه اوسي وړانگن د مينې کور مې

چې پرې وړانگې ستا بېسارې ښکلا لوني


گلورين مکېز مې مل دی ستا تر موخې

سرې گلپاڼې پر تگلار چې زمالوني


چې ترې اخلي سرچينه د سپېدو رود مې

ها رڼوب د ا ستا د سترگو شهلا لوني

پر ورشو د خيال مې څري هوسۍ سترگې

چې ډيوې د اندو واند مې رڼا لوني

ستا د مينې ياد مې تاند لکه گل ساتي

چې د اوښکو شبنم ټوله شپه رالوني


څه تور ونگي واټنو نه مو تر منڅ شول

سرې سپرغۍ مو بيا د ژوند پر بېديا لوني


شي سور اور به په دې تورو وريځو پورې

چې پرې غشي د بڼو ستا برېښنا لوني


ټينگ ايمان لرم پر برم د خپلې مينې

چې هر يون به مې بری او بريا لوني


پر دې هيله اوسه زياره چې تاريخ به،

سره غمي د واکـمنۍ پر خول ستا لوني!

اکسفورډ، ۸ / ۲ / ۸۹

Also on Fandom

Random Wiki