Fandom

شعرونه

د وطن ترانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

وطنه زما تنه زما روح زما بدنه
د پلار نيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه
وطنه زما تنه وطنه زما تنه
زما پلـرنۍ خـاورې ته زمـا دسـترګو تورې
غيرت يم زېـــــږولی سـر به جارکړم درنه مورې
وطنه زماکور يې وطنه زما مور يې
له سرو زرو نه زياته ده که تيږه ستا دغر وي
قربان دې شم وطنه درنه جاردې زما سر وي
که زه د ستا بچی يم سراومال به لتا جارکم
داخل به دې دسيالو هېوادونو په قطارکم
خدمت ته دې ولاړ يم هم په سر او هم په مال
رسوم به دې په علم، په تخنيک او په کمال
ګلبڼ به درنه جوړ کم د ګلونو ګلـبـدنه
دپلارنيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه
وطنه زما تنه وطنه زما تنه
چې مست کمه تاريخ دې کارنامې به زما ګورې
غيرت يم زېږ ولی سربه جارکـړم درنه مورې
وطنه زما کورې وطنه زما مور ې
اوبه خاوره هوا دې جوړه شوې له غيرته
سرمشق دازادۍ يې ته ، سيمبول د حريته
زما ډول و سينګار يې زما نوم زما عزته
ناموس زما دپلار يې زما کور د شرافته
ته کور د لوی افغان يې هېوادونو کې اوچته
ای لوی افغانستانه د دنيا په مخ جـنـتــه
زمونږ غرونه سيندونه شنې درې او شين چمنه
د پلار نيکه په څـېر به دې ساتـمه لـه دوښـمنـه
وطنه زما تنه وطنه زما تنه
امو نه ( اباسـين ) پورې د شنو ځمريانوکورې
غيرت يم زېږولی سر به جار کړم درنه مورې
وطنه زما کورې وطنه زما مورې

Also on Fandom

Random Wiki