FANDOM


په هر طواف کې زما یاد ورسره

هغه پر تور بخمل چې شونډې ږدي هم ما ښکلوي

زه یې په زړه کې ناست او حج کومه

زه یې لېمو کې اوسم سعی کوم

ورسره یو ځای ترمینا پورې ځم

چې د زمزم چینې ته ورشي ما په اوښکو مینځي

ها توره تېږه ښکلوي هم زما د سترگو په خیال

خدای ته نږدې له مانه لرې جانان

مگر په زړه کې ناست دی دلې جانان

لکه هاجر له ابراهیمه لرې

په زړه کې پټ د عشق ذبیح ساتي

بیلتون په شگو ولي رجم کوي

د عشق څلویښت لمونځه د زړه یثرب کې

له هر مناره د بلال ازانگې

له هر براق سره د وصل زیری

هغه مینه لکه ستره حوا

هغه سپیڅلې لکه ښکلې مریم

هغه ددې عصر د عشق زلیخا

هغه به تږې شي اوبه به نه وي

هغه به ستړې وي دمه به نه وي

څوک یې یادېږي خو هغه به نه وي

لکه هاجر به سرگردانه وي د ژوند دښته کې

د اسماعیل د خوب شیبه غوندې به وویرېږي

هغه به ډېره سرگردانه وي د عشق لپاره

او د کعبې خواته به گوري په اوښلنو سترگو

د اوښکو شاته به مرقد ته گوري

زه به یې زړه کې ناست یم

چې یو ناڅاپه له کوم لوري واوري

یو غیبي غږ لکه عرشه راشي

چې د مینو زړونو حج قبول شو

ها یې چې زړه کې ناست دی

ها لیوني شاعر ته هم مبارک

ها لیوني شاعر ته هم مبارک

۶/۷' لیندۍ/'۱۳۸۷'لمریزکال

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki