Fandom

شعرونه

د يو چا د سترګو غزل

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ما په دې ثواب پسې منلي عذابونه دي

ستا سترګو کې ژوند دی هم مرګونه دي

څه پوښتې شراب خو بې خودي لري

مست چې يمه سترګې دې جامونه دي

و خانده د ژوند رباب ته شرنګ ورکړه

وخت مو په بيا بيا زموللي زړونه دي

پوښته مه، چې سترګې خوبوړې دي

شپې ګوره، چې ستړي شوګېرونه دي

چا هسې ويل، چې زړه کرار شي پرې

غېږ کې د عشق ورک رانه خوبونه دي

امن په کې بد ښکاري عذاب ښکاري

ښه، وطن د سترګو کې جنګونه دي

ډېر جانانه ستړی خو به خود يمه

ستا د ښکلا ډېر کلي ښارونه دي

ته پسې د خوب کوترې ګوره بيا

بدره چې ودان د عشق بامونه دي

۱۳۸۹/۶/۲

Also on Fandom

Random Wiki