Fandom

شعرونه

د پاتېدلو هيله

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په زړه کې پالم د پسرلي د برېدلو هيله

بيا د سپېدو د سپېدارو د ټوکېدلو هيله

بويه د تورې تيارې شپې په گور ځنگله کې راته

د سباوون د نارنجباغ د غوړېدلو هيـــله

د رژېدلو گلبڼو د ښيرازۍ لپاره

مه شه رازمول د ستر ارمان د رژېدلـو هيله

کاش شي را تانده د زرتشت د اورتونونو په ياد

د سرو غاټولو د ډيوو د بلېدلو هيله

که د وړنگن کمند له تاب يې لکه پرخه نه يم

بيا هم لرم د لمر پر لور د هسکېدلو هيله

په سره بټۍ کې د گوگل مې لا ترپکې وهي

د سره منزل تر وروستي بريد د رسيدلو هيله

د هېڅ وحشت تورې منگولې را مروړلای نه شي

د ځنگلي تورو شېبو د لښېدلو هـيله

خدای مه کړه واخلي په سنگسار گروه پلټونکي رانه

په منصورۍ گناه پر دار د زنگـېدلو هـيله

لکه يوسف خپل ښايسته ښکلي کنـعان ته لرم

د بېلتانه له تور زندان د ستنېدلو هيله

نه چې ستي کړي نمرودان د خليلي مينې مې

پر سره گليون د سرو لمبو د اوړېدلو هيـله

راته سپېڅلې تر کعبې د ابراهيمه ده هم

له لات منات د خپل حرم د پاکېدلو هيله

ستا د لېمو په اينو کې شي تر سره گوندې

زما د مينې د باور د ځلېدلو هيله

نه لرم ستا له اورنۍ مينې زه بله اسره

بې د ناورين د مرغلين د پرېکېدلو هيله

پرېږده، زه هم په خپل تدبير تقدير ته ماتې ورکړم

مه راوژنه د ځان جهان د بدلېدلو هيله

که مې مال اخلي، سرمې اخلې، هرڅه اخلې واخله،

خو مې مه اخله د افغان پاتې کېدلو هيله!

اکسفورډ، '۹'/'۱'/' '۹۷

Also on Fandom

Random Wiki