Fandom

شعرونه

د پای ټکی

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د يادونو غمي ږدمه، د خيالونو په هارونو

کږې کرښې رسمومه، د کنگل په تصويرونو

په سور جام د مازديگر کې، سيوری خوځې کرغېړنه

الونيا شي سېلۍ غېږ کې، تند توپان د تندرونو

چليپا او گډې وډې ليکې کاږمه په ټنډه

په څېرو کې راښکاره شي، سمبولونه د ويرونو

وېره توره-توره کېږي د تور تم په ترږمو کې

تورؤ شپو کې چې ښکاره شي، تور لاشونه د تورونو

د الله په مينه مست پروت، بې خبره له خدائۍ نه

د عدم ناوې ته يې ورکړ، تنکی گل د پرهرونو

اجلونه کاږي نغړاندي، له دوه جوړې يې څلور کړې

د خدای کور کې يې تراشلې، تورې شناختې د قبرونو

ستړي-ستړي دي وختونه، لالهانده چيغې کاږي

د ټټر په کټارو يې ځلي ټاپ د سرو مُهرونو

دا د غم په اوږده ساه کې د يلدا کيسه چا پيل کړه!؟

د پای ټکی معلوم نه دی د دې کرتو تزويرونو


د مارچ ۳۰مه، ۱۹۹۷ ز. کال ،هند (اوتراپردېش)

Also on Fandom

Random Wiki