FANDOM


زه مئين ستاد يادونو کتاب وايم
ډک له خونده د دردونو کتاب وايم

لکه مړاوى ګل د ژوند نيګړي باغ کې
د اجل د خزانونو کتاب وايم

ګرانه زه د يتيمانو د وطن يم
تل د سويو فريادونو کتاب وايم

په لمدو سترګو او ماته ماته ژبه
د شهيد د ياد ګارونو کتاب وايم

زما ټوله زندګي ټپي ټپي ده
زه مدام د پرهرونو کتاب وايم

زه شاګرد د انقلاب د مدرسې يم
ډېر په مينه د جنګونو کتاب وايم

زه د حورو عشق کې دومره وارخطا يم
فدايي يم د مرګونو کتاب وايم

مجاهد يم سينګار شوې عنا غواړم
ځکه تل د سنګرونو کتاب وايم

زه د نورو رنګينېو وږى نه يم
زه د وينو د رنګونو کتاب وايم

چې په خيال کې هم بلبل د زړه د بڼ شم
د زخمونو د ګلونو کتاب وايم

ازادۍ د ستا د مينې له آثره
د زندان او زنځيرونو کتاب وايم

زه ( مفتون ) اکثر د خپل زړه په مکتب کې
د نيګړو ارمانونو کتاب وايم

١٣٨٤

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki