FANDOM


پسرلى د خزانونو بلا وخوړ
ماذيګر د ماښامونو بلا وخوړ

ګلستان زما د تاندو پاکو هيلو
د باروتو د اورونو بلا وخوړ

دا د ګل په شان ښاېئسته افغانستان مې
د درنو درنو بمونو بلا وخوړ

ستا په ياد کې مې نظر بندي جانانه
د ترخو انتظارونو بلا وخوړ

نازک زړه مې مجاهده د زړه سره
ستا د هجر د دردونو بلا وخوړ

هغه څوک چې الجهاد به يې شعار وو
د کافر د فرېبونو بلا وخوړ

يو طالب مجاهد ځوان دى چې خپلواک دى
نور هر څوک د ډالرونو بلا وخوړ

د ځوانۍ په دوران پوى نشوم ( مفتونه )
رانه ډېر زر د غمونو د بلا وخوړ

١٣٨٦ – د تيرا لمن
 

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki