Fandom

شعرونه

د ژغور زېری

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

نوی کال د پردېسۍ به، مبارک ووايم چا ته

تورې خاورې مې پر سر شوې،د ژوند خونه مې ميراته

څښتنان د نوم نښان او، د خپلواک ښکلي هېواد وو

اوس بې پتې او بې پته،يو ولاړ هرې درگا ته

وو د خپلو لويو غرو، غوندې درانه په درست جهان کې

سپکو سپک کړو هسې شان اوس، چې ليدای نه شو دنيا ته

ښار و کلی، کور و اور مو، سرو او تورو لمبو وسول

نه تاريخ جغرافيا او، نه فرهنگ پوهه راپاته

چې له لاسه د نانځکو يې،کډوال جلا وطن شو

ژوند کوو اوس د هماغو، زبېښاکگرو له خيراته

بې بنسټو بنسټپالو، بېخ بنسټ هسې راوکېښ

چې اوس کړای نه شو هستي مو، نړيوالو ته کړو زباته

غبرگې پښې راپرېکوي چې، پر درشل د درېمې ږدو يې

يوه نيمه زرۍ بيايي، مو شا تگي بيرته شا ته

ومنډلې يې ژوندۍ د،کور پر گور ټولې ښځمنې

بنسټپال يې ((هم وهي او،هم يې نه پرېږدي ژړاته))

راونه ښووه د افراط، تفريط تر منځ انساني لار چا

ورک افغان، افغانستان شو، له تفريط و له افراطه

جلادان ترې د امين و، گلبدين غوندې جوړېږي

ولسواله يا دينواله، چې له خپل کچه شي زياته

هر رښتين او پوه افغان ته، د يوې سوړې ماران دي

سر به ټيټ نه کړي هېڅکله، هېڅ اخوان، طالب ملا ته

وران ويجاړ هېواد به فتح، کړي په مرسته د پرديو

خو د ماتو زړو پـه ښکېل کې، به يې مله وي همېش ماته

عيسايي بنسټـپالۍ ته، منځنۍ پېړۍ پېغور شوې

بدنامي د يوويشتمې، اسلامي بنيادگرا ته

بلهاري د ملايي، قبايلي وراسته نظام يو

څه کوو کنځا ښېرابه، روس، انگرېز و امريکا ته

گوندې بيا هم دغه کال شي،هر افغان ته د ژغور زېری،

شي د تلو ارمان پوره مو، بيا ازادې پښتونخواته!

لندن، ٩-٣-٩٧

Also on Fandom

Random Wiki