FANDOM


زما د زړه خبره وه د تا له خولې نه ووته

تاته مې له زړه نه چې دعا له خولې نه ووته

اوس دې نو رقیب د کوڅو خاورې په سر واړوي

زما د ژوند هوسۍ د اژدها له خولې نه ووته

ښه شوه چې کامیابه شوې او جنګ د ژوند دې وګاټه

نوره دې ځواني یاره بلا له خولې نه ووته

اوس شکر تنها نه یم د تا انځور مې مخکې دی

ډیره موده پس مې چې خندا له خولې نه ووته

راشه راترغاړیوځه او زړه د رقیب وچوه!

اوس خو دې بانه نوره د غلا له خولې نه ووته

ما دې شونډې ښکل کړلې او ده په ګناه ونیوم

دغه ناشولته د ملا له خولې نه ووته

دوی به محفلونو کې د تا هادي لونډ ګاڼه

زما به نهیلیو کې ښیرا له خولې نه ووته

۱۳مارچ ۲۰۱۲

سیډني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki