ويکي شعرونه
Advertisement

ډيوه که د اخلاص لرې بې ډاره به راځې
د شپې هئېبتي غېږ نه تر سهاره به راځې

يوه دانه قسمت که دې هم وي د ژوند بازار کې
تر داره به دې يوسې خو، له داره به راځې

څو وار راتګ نه پس د معافۍ وار به دې راشي
خو بيا هم په دې شرط چې څو څو واره به راځې

دا چم د داسې ښکلو دى چې دلته غرور مات دى
په پاک نيت په راځې او په کراره به راځې

زه داسې عاجزي لرم زما په سر سرمسته
که زر واره منکر شې بې اختياره به راځې

مدام که په ګلونو کې ژوندون د سکون غواړې
د ژوند په دې ازغنه ستړې لاره به راځې

اقرار کې مې قرار د ناقرار زړګي ويده دى
اې درده چې راځې نو له انکاره به راځې
په ژوند به درته خېر دى زه درځم خو پس له مرګه
اشنا وکړه وعده چې تر مزاره به راځې

په خپلو وينو سور لکه انار له قندهاره
طالبه د اسلام تر ننګرهاره به راځې

ملنګ د زمانې دى هېڅ توښه ورسره نشته
( مفتون ) ته چې راځې د خداى لپاره به راځې

شاکڅ ١٣٨٢

وېشنيزه:شعرونه د وېشنيزه:اکرام الدين مفتون

Advertisement