ويکي شعرونه
Advertisement

سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو
شا ته پټه د غره پر دنګه څوكه
لاس د پلوشو ښوروي خداى پاماني كوي
له ستورو
سره
سړوكى باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي
پلنې پاڼې د ګودر د چينارو ښوروي
هاغلته ليرې په خلوت كې د ډېوې
رڼا ته يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه
د لويې مينې له خالقه سره مينه كوي
ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ
ما په خلوت
كې له رپاندې ډېوې
او د سړوكي باد له شوخو څپو
الهام د مينې واخيست
زه هم په نيمه شپه له خوب راپاڅېدلى شاعر
تر
 اوو غرونو، تر اوو سمندرونو اخوا
د ناليدلي جانان ذكر كوم
په ناليكلي شعر كې فكر كوم.

وېشنيزه:شعرونه ذ وېشنيزه:پير محمد کاروان

Advertisement