FANDOM


عمر مې بد شو نور د يار له کلي کډه وړمه
زړه چيچي د تور ښامار له کلي کډه وړمه

هر مازيګر چې به يې شنو څانګو سندره ويله
رانه شو پاتې دنګ چنار له کلي کډه وړمه

جانانه ستا د پاکې مينې د تهمت په خاطر
ما خيژوي دلته په دار له کلي کډه وړمه


څېرې ګريوان ورته ولاړ چې سترګور به راشي
ستړى شوم نور په انتظار له کلي کډه وړمه

ټپي ټپي سينه مې ولي د بڼو په غشو
ددې قاتل او لوى خون کار له کلي کډه وړمه

" تړون " په وچو شونډو يار ته په سلګو کې ويل
مخه ښه راکړه د اغيار له کلي کډه وړمه