FANDOM


څوک نيمه شپه په خوب کې راشي رانه جام واخلي
رامعلومېږي ستر غرور به مې له قام واخلي

دا تور باڼه دې په زړګي داسې وارونه کوي
لکه مغل چې دپښتون نه انتقام واخلي

ځمه راځم خدايه (ج) دا ښکلى بيا په څه خفه دى
چې نه راګوري او نه زما سلام واخلي

زه غزل نه ليکم دا زړه مې په غزل مين شي
ستا د ښکلا ستا دخبرو نه الهام واخلي

ته چې دا سپين لباس کې تور ديوان لږ ورټې نو
زما د نظر ښاپېرۍ ستا په لوري ګام واخلي

که کوم يو ښکلي کړ مانا چې ژوندون څه ته وايي
بس د دې خوار ( تړون ) دا ټول زړه دې انعام واخلي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki