Fandom

شعرونه

راځئ دوستانو چې اتڼ وکړو

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

راځئ ملګرو چې نغمې ووایو . . .

ملنګ رښتیا وویل

هغه په هر څه پوه و

د هغه سترګو کې جهان ځاییده

- ګرانه شپونکیه واوره!

ستا دې کوډګرې شپیلۍ

یو ځلې بیا هم هوسۍ وژغورله

او د اور دیو طلسم هم مات شو

سره بوډۍ مړه شوه د اور دیو لاس او پښې هم پرې شول

او د پیریانو لښکر

مات او ګوډ بېرته ولاړ شمال ته د کنګلونودهېواد په لوري

هغه بوډا چوپړګرهم وتښتېد

مگر افسوس شپونکيه!

چې زموږ په کلي کې د وینو چینې وچې نه شوې

که څه هم مات شو د پیریانو جادو

مګر لات دیو ژوندی و

او لایې خپلې ابلیسي کوډې کولې پر موږ

سم چې بوډا چوپړګر

زموږ له کلي ووت

جګړې ته تللي کلیوال ستانه شول

خونه د وروڼو په شان

زلمي یې توره په لاس

او یو د بل وینو ته تږي تږي

د کلیوالو جرګه نه جوړېده

ځکه زموږ کلي کې فصل د غنمو نه و

او له جرګې نه د غنمو وږي

ابلیس په غلا وړي وو

ابلیس د هغو کلیوالو ترمنځ

چې له پیریانو سره یې جنګ کولو

لاړې توکړې

ځکه لښکر، لښکر شول

او هر لښکر یې و دبل یو دښمن

ددې لښکرو هریو مشر پاچاهي غوښتله

خپلو کې یو د بل د غوښو د هډوکو او د وینو وږي

نو لا څو ورځې تېرې شوې نه وې

چې مو په کلي کې لښکرو تور دروبڼ جوړ کړ

تورې له تیکو نه راووتې

او سترګې سرې شوې

د کلي خړې کوڅې بیا په وینو ورنګېدې

دا ځل بوډا او ځوان چانه پېژندل

هر چاله هر چا څخه سر غوڅاوه

هر چا د هر چا کور ته اور اچاوه

هرڅه تالا او لوټ شول

زموږ د نیکونو شملې

د اناګانو ټیکري

چا ماشومان حلالول زانګو کې

چا له میرمنو نه حیا لوټله

چا به له پیغلو پیغلتوب غلا کړ

چا به زلمي کتارــ کتار ووژل

چا به د خلکو د غنمو فصل وسوزاوه

چا به د کلي جوماتونه ړنګ کړل

چا به د خلکو په هډوکو ژرندې تاوې کړلې

او دغه ژرندې به د وینو په ویالو ګرزېدې

چا به دخوارو کلیوالوپه سرونو کې مېخونه وهل

د کلیوالو د سرونو منارونه مو اوچت شول دومره

چې له هر ځای څخه به هر چا لیدل

زموږ د سویو کلاګانو تور دودونه وو اسمان ته پورته

زموږ د غرونو لوړې څوکې هم په اور سوزېدې

لکه زموږ د کلیوالو غرور

چې په مرګو کې ورک شو

داسې مو دنګو غرو له شرمه ځان په اور پټاوه

زموږ د پیغلو لوپټې به هره ورځ تالا شوې

لکه د کلي باد مو هم چې غل وي

ددغه کلي په اوږده ماضي کې

هېڅ کله داسې کیسه نه وتېره

دغسې توره د مرګونو او شرمونو کیسه

داسې د «ویاړ» په نامه تشه له ویاړونو کیسه

داسې د ویر او د ماتم کلونه

داسې د درد داسې د غم کلونه

داسې د اور او د لمبو فصل چې

زموږ د کلي شنه ماضي هم په کې وسوزېده

او ښایسته زرینې پاڼې یې پردیو غلا کړې

زموږ ماضي دیوانو ووژله

زموږ ماضي پیریانو وخوړله

لات دیو دا هر څه لیدل

او په کټ کټ یې خندل

هغه زموږ له کلیوال نه کسات اخیسته

د خپلې ګوډې پښې

د خپلو ماتو لاسو

د خپل ډوب شوي لښکر

هغه ته دا کوډې ابلیس ښودلې

خو په هوسۍ څه پېښ شول؟

واوره شپونکیه زموږ د کلي د غمونو کیسه :

موږ د ملنګ ملګرو

چې کلی داسې ولید

نو دلته لرې راغلو

او په ځنګلونو کې مو ځانته کړې جونګړې جوړې

په دې جونګړو کې ژړل به مو سهار او بیګاه

په کلیوالو او په کلي پسې

خو یوه ورځ مازیګر

زموږ په جونګړو کې غوغا جوړه شوه

ځکه ملنګ بابا د کلي له خوا

یو څوک په غیږ کې راوړ

کله چې موږ ورغلو

نو د ملنګ بابا په سترګو کې مو

په ټول ژوندون کې لومړۍ اوښکې لیدې

هوکې ملنګ بابا ژړل لکه چې

او یوه ښکلې نازولې میرمن

په خپلو وینو ډوبه

وه غځیدلې د ملنګ پر لاسو

موږ له ملنګ بابا نه وپوښتل چې دا څوک ده؟

هغه په چیغو چیغو وژړل او ویې ویل :

تاسو یې نه پېژنئ؟!!

دا خو هوسۍ ده هوسۍ

د ښاپیریو د پاچا ملکه

د خپلواکۍ څښتنه

موږ هم په چیغو سر شوو:

زما مین وویل :

اخر ملنګ بابا دا کوم ظالم کړه داسې ټپي

خدای (ج) دې کړي مات هغه لاس

خدای (ج) دې تباه کړي هغه . . .

خو په دې وخت کې موږه ولیدل چې

ټپي هوسۍ لږ څه موسکۍ غوندې شوه

زما د جانان په خوله یې لاس کېښوده

او په ځګیروي یې وویل :

« پام چې ښیرا ونه کړې

زما خو په خپل قاتل «درد» نه دی پیرزو

هغه چې زه په توره ووهلم

هغه زلمی هم کلیوال دی زموږ

خدای(ج) دې د هغه سرته هم خیر کړي

ما ویل د سولې پرښته به شمه

ما ویل د وینو سیند به ودروم

او د ابلیس لاړې به وچې کړمه

دښمنو زړونو کې به مینه شمه

خپل کلیوال به سره وروڼه کړمه

او نیکمرغي به شمه

د هغه وخت په څېر ،چې زموږ کلي کې فصل دغنمو شین و

خو هغوی زه په تورو ووهلم

او هغه توره،

چې زما بېرته راتګ ته پورته شوې وه

زما په زړه کې خښه شوله

ښايي زما بېرته راتګ به د «انسان» په وینو نه ارزیده

ځکه د خپلو کلیوالو په لاس

زما وینې هم تویې شوې

ای خدایه ما وبښې!

ای خدایه ما وبښې!»

او دې خبرې سره

هوسۍ له هوښه ولاړه

پر مخ یې راغلې د دردونو خولې

بابا ملنګ چیغې کړې :

اوبه ! اوبه!

هله «مغرورې» ژر شه!

لږ څه اوبه راوړه!

او ما منګی پورته کړ

په منډو منډو د ځنګلونو منځ کې

دغې چینې ته راتلم

ځکه یوازې دا چینه وه چې اوبه وې په کې

زموږ د کلي په څاه ګانو، په سیندونو او چینو کې خو

اوبه نه وې نګه وینې وې

او کلیوال مو له اوبو څخه روژه وو روژه

تش لښکریانو به روژه خوړله

او د اوبو په ځای یې وینې څښلې

زه د چینې په لور راتلم چې لږ اوبه یوسم

خو یو ناڅاپه مې په لاره کې یو سیوري ولید

یو ببر سری سیوری

یو داسې سیوری چې د ویری له تیارونه جوړ و

وروسته بیا سیوري ډېر شول

پنځه او شپږ شول سیوري

او چې د سیورو خاوندانو ته مې پاس وکتل

هغوی مې وپېژندل

زما کلیوال وو د «زمرو لښکر» نه

هغوی مې مخې ته کتار شول کتار

ما ویل :

چې لار راکړﺉ اوبو پسې ځم

خو هغوی وخندل او ویې خندل

کړس کړس خندا یې وکړه

دهغوی ژبه د زمرو ژبه وه

او د زمرو په ژبه یې داسې وویل :

«اول زموږ زړونه خړوب کړه بیا اوبو پسې ځه »

آه خدایه دا څه اورم؟!!

زما ها درانه کلیوال څومره سپک شول

چې اوس د خپلې کلیوالې پر حیا بلوسي

خو دې پینځو زمرو، په ژبه دلېوانو، وویل :

ته زموږ د ډلې نه یې

او ستا په وچویلې کې نه شته د زمرو نښاني

ځکه زموږه نه یې

اوس ته یو جام یې او موږ تږي لېوان

راشه زموږ غېږې ته

راشه چې ستا پر راڼه وچویلي کې

ددې پینځو زمریو نښه کېږدو.»

آه خدایه اوس څه وکړم؟!

له مرګه پرته بله لار نه لرم

خدایه زما د کلیوالو مل شې :

ما خپله لار پرېښوده

زمرو تر شا راپسې منډې پیل کړې

خو زه په منډه منډه

د لوی ګړنګ تر خوا را ورسیدم

لا کلیوال زمریان تر شا راتلل

خو ما د لوی ګړنګ پرانیستې غېږ ته

خپل ژوندون سوغات ورکړ

بس یوه چیغه او د مرګ دروازه

او زه شوم داسې قتل

د درېیم ځل لپاره

مګر دا ځل د مرګ خوند هومره تریخ و

لکه زقوم د دوزخ

دا ځکه نه یوازي خپل وژلم

بلکې له ما یې د حیا د اخیستلو تمه هم درلوده

خدایه څه سخت ساعت و

خدایه! قربان دې شمه څومره تریخ و

¯¯¯

شپونکیه! دا وه زما د تېرو ژوندونونو کیسه

درې ځلې مړه شوم بېرته وزیږېدم

درې تورو ووژلم

خو درې نغمو ستا د شپیلۍ ژوندۍ کړم

اوس چې ما وینې

زه د دریواړو نیمزالو روح یم

یوه «مغروره» یم په درې څېروکېر

تل په دې غرونو او ځنګلونو ګرځم

او کله ځم د خپل مین د ړندو سترګو کور ته

هغه ته خوب غوندې شم

هغه لا اوس هم په ړنده سترګو ما خوب کې ویني

او ته پوهېږي هغه ولې ړوند دی؟

راځه له ما سره چې ور دې ولم

پاتې کیسه به درته لار کې وکړم

Also on Fandom

Random Wiki