FANDOM


غواړي زما وږى نظر تا ياره راځې که نه؟
ژاړي په سلګيوراته بيا ياره راځې كـــــه نـــــه؟
 
سترګو ته مې ګوره چې کاسې د ګداګرو شوې
 ګوري ستا په لوري په هر خوا ياره راځې كه نه؟

خوى مې لکه ستورى شو سهاره پورې ويښ يمه
څارمه دې لاره تر سبا ياره راځې که نه؟

هجر دې جانانه زه خپل مرګ ته راضي کړى يم
پرې به ږدمه پرې دغه دنيا ياره راځې که نه؟

ما نظير چې ستا په مينه ټوله دنيا پرېښوده
ته هم دومره مه شه بې پروا ياره راځې که نه؟

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki