Fandom

شعرونه

راکوې ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

اى ژونده ولې دومره زړه چودون راكوې ته
نو وايه راته كله به سكون راكوې ته
خامار نه يم چې پروت په خزانو يمه دنورو
قسمته ګذارونه په كوم يون راكوې ته
اى خدايه ژوند مې ستا دى عمر تا دى رابښلى
تر كومه به له غمه ډك ژوندون راكوې ته
په عقل پاچاهي مې دژوندوكولاى ښۀ شم
اشنا خېر كه فتوې نن د جنون راكوې ته
داوږى تږى ښه يمه په ژوند د فقيرۍ كې
نو ښه ده خدا يه نفس لره بېلتون راكوې ته

اى ربه ما نظير لپه دعا ته ده نيولې
ښۀ لوړه حوصېله به د پښتون راكوې ته

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki