Fandom

شعرونه

رب زما

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ګوره هسې کردګار دی رب زما

چې صاحب د کُل اختيار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک ئې وائي

تر همه ؤ بزرګوار دی رب زما

نه ئې هېڅ حاجت په چا باندې موقوف دی

نه د هېچا منت بار دی رب زما

له نېستۍ ئې د هستۍ صورت پېداکړ

هسې رنګ پروردګار دی رب زما

هم صانع دی د جُمله ؤ مصنوعاتو

هم سامع د هر ګفتار دی رب زما

چې ئې هېچېرې نه مثل نه مثال شته

د هغو عطرو عطار دی رب زما

هر تعمير چې د دُنيا او د عُقبی دی

د همه واړو معمار دی رب زما

خواننده د نانويسو صحيفو دی

داننده د هر اسرار دی رب زما

که ظاهر دی که باطن دی که مابين دی

له همه ؤ خبردار دی رب زما

که پېدا که پوشيده دی که اوسط دی

په همه ؤ وقوف دار دی رب زما

شريک نه لري په خپله پاچاهي کې

بې شريکه شهريار دی رب زما

هسې نه چې واحدي ئې ده له عِجزه

په واحد وجود بسيار دی رب زما

حاجت نه لري د بل چا ويارۍ ته

له هغو سره چې يار دی رب زما

څه حاجت دی چې ئې بل خوا ته غواړم

په خپل کور کې همکنار دی رب زما

هېڅ تغير او تبديل نه لري رحمانه

تل تر تله برقرار دی رب زما

Also on Fandom

Random Wiki