Fandom

شعرونه

رخسار یو برابر

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خايست د سرو ګلو اوستا درخسار يوبرابر
جانانه ستا بهار او هغه بهار يوبرابر

شونډې دې ګل اننګي ګل سترګې دې ګل ته يې ګل
دهر يو ګل سينګار سره ستا سينګار يوبرابر

مخ سفېده غاړه اوږده رنګ كې دې ښكاري شفق
دزلفو شپه دمخ رڼا او سهار يو برابر

لاس كې بنګړي غېږ كې ستار داستا مستي اوسېلۍ
ژبه پسته پسې ټپه يكه زار يو برابر

غشي باڼه وريځې دې لوې په جبين خال لرې تور
له صحرانۍ زركې سره ستارفتار يوبرابر

نظيره وګوره ګونبدې غوندې غونډه زنه
ونه ديار لكه نښتراو چنار يوبرابر

Also on Fandom

Random Wiki