FANDOM


اوس مې نظر ستا د مينې باب ته رسېدلى دى
ځكه چې مې نوم د عشق كتاب ته رسېدلى دى

اوس هم جنګ دسترګودى زړګيه خېر دې نه شته ده
اوس د مينې حد دې انقلاب ته رسېدى دى

كوم تږى موړ شوى دى په خيال كې ستا په يو ديدن
ځكه چې ستا حسن هم سراب ته رسېدلى دى

اوس مې د نغمو ژبه جانانه واك كې نه شته ده
ځكه چې نقصان دزړه رباب ته رسېدلى دى

يو زه نه يمه پاتې په دې لاره كې ډېر پاتې دي
كوم كئين په مينه كې خپل باب ته رسېدلى دى

وريد دې كړم دحسن په سكروټو باندې اړخ په اړخ
وګوره تور رنګ ته مې كباب ته رسېدلى دى

زه نظير به اوس پكې د ټول عمر سجدې كوم
اوس مې تندى ستا د عشق محراب ته رسېدلى دى

۴ – ۱۲ – ۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki