Fandom

شعرونه

رقص مرده

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

خړه دښته ده ارامه ارامي ده
زه د دې دښتې دستړي شهيدروح يم
نن راغلې يمه دلته
چې خبره دژونديوپراحوال شم
زموږکيسه خوټولوخلکوته مالومه
غواړم نوې پېښه ،نوي څه پيداکړم
چې بيابېرته په ورتګ خو
دليلې د دښتې ټولې ارواګانې
په خپل ځان کړمه راټولې
او د دې وحشي نړۍ
حال ورته و ويام
چې له موږ وروسته لاهم
هماغه بده څېره خاندې
لايې هم زموږپرملګرو توان رسېږي
لاهم خان دى،لاغورېږي
ها دي ډله خلک راغلل
دانورټول مسکي دي خاندي
خوپه منځ کې يې يوداسې څوک ښکارېږي
لکه زماقالب په دې بده نړۍ کې
زه به دلته ګوښه کېنم چې دوى څه کړي
وۍ!په خداى هغه بدل کس
خاص زموږغوندې ښکارېږي
ببرسر،ږېره ببره
ګرېوان څېرې
لونګۍ ول ،ول يې په غاړه
دخولې چپه خواکې
ليکه دسرو وينو
دغه ټولې نښانې زموږ دملګرو
خوهانور!
هغه نوربېخې بدل دي
خويوه څېره شناخته شته
داهماغه قواره ده
چې پرموږيې خاورې بارکړي
موږيې ټول ژوندي په ګورکړو
اودعربوبې ديني يې راژوندۍ کړه
داهماغه انسان خوردى
وۍ!
هاببريې مينځ کې پرېښود
هغه نورټول ترې جلاشول
شاوخوا کتارولاړ دي
سره خاندې يودبل په لاس ټک ورکړي
په شا لاړله خنداشنه شي
هاببرته خوهماغه وحشي راغى
وۍ!
دى خو يې ټول لوڅ او لغړکړ!
شاوخوا دخندا زوږ دى
غږيې نه اورم،خو داشين وحشي
په زوره چاته ګوري
اوڅه وايي
هادى ،بل څوک راښکاره شو
دامې هيڅ نه ولېدلى
په يوه لاس کې يې توره
په بل لاس کې يې بوتل دى
هاشين مخى ورته خاندې
لکه دغه چې يې خپل دى
هاشين مخى لږګوښه شو
اوبوتل يې لاس کې واخېست
دغه بل ترده بدتردى
دغه توره کړه تياره
ببرسرى داسې رډ ،رډ ورته ګوري
پورته ګوري چې څه وايي خوله يې ښورې
غبرګ لاسونه يې ترشادي
اوپښې يې زولانه دي
هادتوري وال په شا لاړ شاته تېرشو
دخندازوږبېخې ډېرشو
راغى تېزپه ببرراغى
اخ
سريې ورغښت په ميدان کې
دالاڅه وړ رزالت دى
دالاڅه نوى وحشت دى
هادى شين منډه راوکړه
په بوتل کې يې سره تېل دي
دببردجسد غاړه کې يې توى کړل
مرۍ ټوله سره ورغله بسته شوه
وۍ!
جسدسم دم پرټوپوشو
دوى يوبل ته سره ګوري
سره خاندې
جسد اوړي ښکته پورته
کله لاندې کله باندې.

Also on Fandom

Random Wiki