Fandom

شعرونه

رپاند سپېدارونه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

نه راځي نوره ستا د خيال د مکېزونو ښکالو

ستا د موسکاوو د گلونو د وږمونو ښکالو

زما د زړه زمولې باغچې راتاندوي نه نورې

دا ستا د څڼو چمبېليو د عطرونو ښکالو

درېغه چې غوږ ته د تورو غوږو نړۍ نه رسېږي

د سرو بريو د برياوو د برمونو ښکالو

چې تور داغونه يې د شپو د واټنونو پر ېولل

نه رابهېږي د سپېدو د رڼـو بونو ښکالو

نوره تر بريد ستا د دعا د سيوري نه نغاړي لار

د بوږنېدلو تلوسو د شوگيرونو ښکالو

لا مې راځي د بورجلو له خوگلنونو هسې

د ستي زړونو د زگېرويو او ستمونو ښکالو

چې کاڼي بوټي يې د مينې د بېديا نه نغوږي

چا مې لوټلې د باور د کاروانونو ښکالو

زما د مينې تندي ليکې کړي راسمې گوندې

ستا د ښايست د هسک د ستورو د خالونو ښکالو

زه به دشپې د تور ځنگله د مرگ تر پولې واوړم

که دې نسيم له سبا ښار راوړي د پلونو ښکالو

چې لکه پرخه په لمرينو تنابـو وزانگي

کړي غځونې مې د هسې سهارونــو ښکالو

شي به د تورو گورو وريځو تندرونو پايله

د درنگه خورو کجيرانو د خوبونو ښکالو

پرې! د مهال دا غرونه غرونه چوپتيا وبوږنوي

د باد بهير کې د رپاندو سپېدارونو ښکالو

چې شنې گومبزې د وختو کړي انگازې انگازې

وابه خلي ساه د تلبهاندو بهيرونو ښکالو

مشه چې ووځي د زمان له تبجن ذهنه زياره،

ستا د اند واند د ښکلاييزو انځورونو ښکالو!

زانگو کڅ ( مزينه )،' '۲۸' '/ '۴' '/ '۱۹۹۶

Also on Fandom

Random Wiki