FANDOM


تيــــــارې بــــــه تښتي چـــــې رڼــــا راغله
چـــــې فـــــاطمـــــه مې په دنيـــــا راغــلـه
هيـــلــه ده لاړ بــــه ټول غمونه مـــې شي
چـــــې مــې د خـــــوږ زړګي دوا راغـــلـــه
دا د اســــــــــلام او د پښتــــــو اثـــــر دی
چې دا په کور کښې مې ښکلا راغــــله
نبی(ع) فـــرمائي لور رحــــمت ده د رب
دا لـــــــه رحمت ډکـــــــه هـــــــوا راغـــــلــه
اسلام نه مخکښې لور پېغور غوندې وه
د خدای رحمت شو چــې زهرا(ع) راغـلــه
دا کائنـــــات واړه تســــلـــيم شوورتـــــــه
چې خــــوږه لـــور د مصطــــفی(ص) راغلـــه
شــــــوه نـــمونــــه د دنيــــا ښځــــــــو لـــــره
کلـــــه مېرمــــن د مـــــرتضی(ع) راغــــلـــــه
چـــــې مې رڼــــــا هم تــــــرې رڼا واخـــــلي
د شـــــاهين خـــــولې تــــه دا دعا راغلــــه
بيــــــا يې جـــــراَت زه د زېنب(ع) غــــواړمــــه
کــــــه يې په ژوند کښې کـــــــربلا راغـلـه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki