FANDOM


څوک به په ماته خوله نارې د يکه زار جوړوي
مطرب ساده دى وران تارونه د ستار جوړوي

دا لېونۍ هر مازيګر په لېونو لاسونو
يوې ډيوه ګۍ ته تاخ په هغه زوړ مزار جوړوي

ښکلى دا تور باڼه دې نن داسې مخکې روستي شول
لکه يو سيل زاڼې د سيند په سر کتار جوړوي

د قاف د يوانو مو نښتر په اوږو وتښتول
اوس مو زلمو ته تابوتونه له چنار جوړوي

غشي را واخلئ ځئ چې کېنو ټول کنډو په کنډو
يوڅو بد رنګه د ښکلا په چم کې لار جوړوي

خدايه چپه يې کړه د خپل خړې ماښام په خاطر
هغه ديوال چې راله مخې ته اغيار جوړوي

د کوکنار ګله دومره تريخ يې لکه ښکلى جانان
رنځور تړون به پس له دې له تانه يار جوړوي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki