FANDOM


جانانه نن مې خپل قسم مات کړو
ستا تر کوڅې چې نه راتلمه راغلم

هغه قسم چې تا به هم د کاڼي سخت ګڼلو
هغه قسم چې ما ته هم لکه فولاد ښکارېدو
هغه قسم چې تا يې هم ښکليه ياره زما
د ماتېدو ذره بره تصويرونه وو کړی
هغه قسم چې ما يې هم درته قسم کومه
د ماتېدو ذره بره تصور نه وو کړی

جانانه نن مې خپل قسم مات کړو
ستا تر کوڅې چې نه راتلمه راغلم

هغه قسم چې مې د زړه په سر ازغی خښ وو
هغه ازغی چې مې عمري په زړه کې مات خوښ وو
هغه قسم چې ورته ما خپله ځواني زړه کړه
هغه قسم چې ورته ما ژوندون لوګی لوګی کړو
نن مې هغه قسم ټوټې ټوټې جانانه زما

ستا تر کوڅې راوړو
ستا تر کوڅې راغلم

خو ستا قسم چې د ګلاب د پاڼو ډېر باريک دی
خو ستا قسم چې د ګلاب د خاموشۍ نه سخت دی
خو ستا قسم چې د ګلاب د رنګه ډېر رنګين دی
خو ستا قسم چې د ګلاب د خموشۍ نه خوږ دی
خو ستا قسم چې د ګلاب د خندا ډېر ښکلی دی
خو ستا قسم چې د شبنم د اوښکو زيات نرم دی

ما خپل قسم مات کړی دی مات کړی دی منمه
ټوټې ټوټې مې تا له هم راوړی دی منمه

خو په دې نه چې ستا قسم دې هم ټوټې ټوټې کړم
ستا په زړګي کې ستا صنم دې هم ټوټې ټوټې کړم

جانانه نن دې د قسم په سر قسم کومه
ما ته خو ستا قسم بېخي د اېلم غر ښکاري
يقين مې دی چې پرې بمونه هم اثر و نه کړي
ما ته خو ستا قسم سخت والی د خېبر ښکاري

قسم دې مات مه شه زه فقط يو آرزو لرمه
يوه وړه غوندې آرزو ده اورېدی شې که نه؟
عنا دې خوګ مه شه! کچه دې پښتونواله مه شه
زما د زړه دشتې ته يو ځل هم راتلی شې که نه؟

تا ته به ياد وي چې يو ځل مې تا د زړه دشته کې
چېرته د ګل بوتی کرلی وو په مينه مينه
هلته سوکړه وه چار چاپېره الوتل دېګونه
خو ستا اميد هم موسېدلی وو په مينه مينه
تا وې باران به چېرته وشي زرغونه به وکړي
تا وې يقين کووم زما د لاس کرلی تخم
چرته خطا نه ځي خطا به نه ځي
دا درته ياد دی که نه؟
خدای خبر ستا خبره داسې پښتنه ولې وه؟
داسې رښتيا ولې وه؟
خدای خبر ستا خبره داسې يقيني ولې وه؟
داسې رسا ولې وه؟

نه باران راغلی دی او نه سپرلی راغلی
نه تا پخپله دوباره هلته کې پېښه کړې

په هغه دشت کې خو هغه سوکړه هم هغسې ده
هغه ريګونه پکې اوس هم هغه شان الوزي
زما په سترګو کې هم
چېرته قطره نيمه نم نه وو چې ما
پرې ورولی خو وی

خو خدای خبر چې ستا خبره داسې
پښتنه ولې وه رښتيا ولې وه؟
داسې قوي داسې رسا ولې وه؟
چې څو کلونه پس د ښې سختۍ سوکړۍ دپاسه
پکې يو بوټی زرغونه اوکړله
زمکې اسمان چې به غرمه شوه داسې خُله ورکړله
لکه چې دوه سوي يو ځای شي غرغنډې جوړې کړي
بوټی تنکی وو ما وې اوس به وچ شي اوس به وچ شي
ما وې چې نن به وچ سبا به وچ شي

خو خدای خبر چې دغه بوټی له دا نم د کومې
داسې راتلو چې لويېدو لويېدو
تازه تازه وو هره ورځ لويېدو
په څه اسره په څه غرض لويېدو

اوس هم ولاړ دی نه باران شته نه سپرلی راغلی
ښه په جوبن کې د ځوانۍ دی ښه تازه ولاړ دی
سېلۍ يې ټېل ناټېل کوي ګرهی تاوژنی سېلۍ
تنها ولاړ دی خدای خبر په څه اسره ولاړ دی

څوک څه خبر دي چې يوه يوه لمبه په ما
د دغه بوټي په زړه چاودې تماشه تېرېده
دغه يو بوټی په موده پس زرغون شوی بوټی
او هغه هم د چا جانان د لاس کرلی بوټی

چې د عمرونوو تنهايي يې رانه واخيستله
د تنهايي پنډ يې زما نه پخپل سر کېښودو
ما په سحر او په ماښام کې فرق نه دی کړی
د دغه بوټي د موسکی ګل د سرو شونډو نه مې
يوه لمحه نيمه هم سترګې اړولي نه دي
ما ترې په بل طرف په هېره هم کتلي نه دي

دی لويېده زما په زړه به يې شيندل ګلونه
ما بوييول ګلونه ما به ښکلول ګلونه
ما ته د خپل زړګي تنها دشته رېګزاره
د سرو ګلونو او رنګونو ښاريه ښکارېده
ما ته د خپل زړګي تنها دشتنه رېګزاره دشته
د خوشبويو د طوفانو ښاريه ښکارېده

دی لويېده زما په زړه به يې شيندل ګلونه
ده به په ما ، ما به په ده باندې خرل ګلونه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki