FANDOM


اوښکې مې وریږي د باران په څیر
نه ګورم غمجن څوک د خپل ځان په څیر

ګله د ښایست لاپې دې مه کوه
ته کله ښایسته یې د جانان په څیر

هغه هم د خاورو سره خاورې شو
چاچې ځان ګڼلو د اسمان په څیر

څوک چې غولوي دا ساده ګان وخت
ماته ښکاره کیږي د شیطان په څیر

جوړې بړبوکۍ پرې د غمونو شوې
زړه دې شو (مالکه) د بیابان په څیر