Fandom

شعرونه

زمانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

دګران سالک د یوه غزل پر ځمکه:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څنګه زمانه وه ، زمانه زما په لاس کې وه

ستا د خوږو شونډو، پیمانه زما په لاس کې وه

تا به چې له کبره پاس د هسک هنداره وویشته

زه به درنه تاو شوم نذرانه زما په لاس کې وه

تا به تورولې ښکلې سترګې په رنجو باندې

زه به درته ناست وم آیینه زما په لاس کې وه

یاد دې شي خیام چې راته مخکې ګوړه ایښې وه

ټول نیشه نیشه وم میخانه زما په لاس کې وه

څومره خوشالي وه، څومره ښکلې زندګي مې وه

ستا د تورو زلفو زولانه زما په لاس کې وه

خود به مې اوس ژیړ بشر او څیرې ګریوان ژاړمه

وخت وو چې د ښکلو آستانه زما په لاس کې وه

تا چې د هادي د زړه کعبه په کاڼو وویشته

دا خو ستا د مینې آشیانه زما په لاس کې وه

۲مارچ۲۰۱۲

سیډني

Also on Fandom

Random Wiki