Fandom

شعرونه

زما تر خوا راځه جانانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

بېل له دنيا راځه جانانه
ښه په حيا راځه جانانه
پاس په هوا راځه جانانه
لارې كوڅې له غمازانو ډكې دينه

راشه زمونږه محلې ته
ځومهتر لام بابا مېلې ته
نه شته حاجت نورې ګيلې ته
راغلم دهيلو مقبرې ته
په غمازانو به دې بل كړم سره اورونه

څنګه نرۍ نرۍ هواده
د مسافر لالي ژړاده
غمازته ګوره په خندا ده
خاونده داڅنګه دنياده
مرور ګرځم څوك مې نه پخلاكوينه

اى د (( نظير قريشي )) ياره
مينې دې وويستم له كاره
درسره ځم په هره لاره
راځه چې لاړ شو له دې ښاره
ستا محبت كې راته جوړ شو پېغورونه

څوك چې په عشق كې په ژړاوي
خيال به ديار په لوري بيايي
جانان مې داسې راته وايي
يو داخر مصره دې داوي
اخېر يې مه كړې دځوانانو محفلونه

Also on Fandom

Random Wiki