Fandom

شعرونه

زما د خوبونو نجلۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زما دعمر په تیارو کی د ډېوې په څېر بلېږې
زما د خیال په شیش محل کی یو تصویر غوندی نڅېږې
زما په شپو د تنهایی کی لکه شمع را ښکاره سوې
زما د غم پر توره خونه د برېښنا په څېر خپره سوې
ته هغه یې پر ما گراني چی په خوب کی به راتللې
زما د اوښکو په دانو کی لکه سیوری گرځېدلې
په وریېښمینو نرمو گوتو دي زما اوښکي پاکولې
ما به غېږ کړه درته خلاصه ته د خیال په وزر تللې
زه دي پېژنم هغه یې زما د ژوند ښایستې ملگري
تا می بیرته را ژوندي کړل د ساړه نغري بڅري
د ژوندون پر کږلېچونو سره ځو به لاس ترغاړه
زه به ستا د لاري مل یم ته به زما ترڅنگ ولاړه
ته به بیرته کې آباده زما د ژوند خونه ویجاړه
ته به شنه او زرغونه کې زما د خیال کرونده شاړه
ته قسمت کړې زما په برخه ته ازل ماته پیدا کړې
همداخوښه د اسمان وه زه یې ستا کړم ته یې زما کړې
د باقی شېبو می واک دی نجلۍ تاته درسپارلی
هر قدم د دې سفر دی خپل ازل درته لیکلی

ته به زما غاړي ته راوړې د بنگړیو ډک لاسونه
زه به تاته کړم په غاړه د خپل نظم امېلونه
پرېږده زما او ستا د میني یو ځل گډي اوازې سي
د غلیم پر خونه غم سي د رقیب سترگي ړندې سي
زه او ته به له عالمه بې پروا اخلو گامونه
د ژوندون پر مزله خپل دي که اغزي دي که گلونه.

٢٠٠٧-٢٩-٨
کراچي مهران هوټل
عبدالباري جهاني

Also on Fandom

Random Wiki