زما د مينې او ارمان خبرې
ښکلې ته ښکاري د تاوان خبرې
مچۍ او شات مې شي پر ذهين تصوير
کوي رقيب چې د جانان خبرې
سړيتوب دادى چې ته بل احساس کړې
کولى هرڅوک شي د ځان خبرې
په ښار کې اوس هم کليوال دى سعيد
کوي د خال يا د پېزوان خبرې
وېشنيزه:سعيد زابلی وېشنيزه:شعرونه ز