ويکي شعرونه
Register
Advertisement

غواړمه چې مرگ مې وي په شان د يو فقير

نه دې پکې وير وي نه د خلکو ډېر بهير

نه دې راډيو کې وي زما د مرگ اعلان

نه دې وي زما په قبر خان و بېگ او مير

خاورو ته دې وسپاري ما هغه دهقانان

هغه چې کري تخم او وړي خير کثير

نور څه نه وړم عجز او نياز به وړمه خدای ته

رحم او کرم ته به يې وړم عذر و تقصير

لاس کې که څه نه و، چې نهر وږي ماړه کړمه

زړه کې خو څه و، چې يې په دوي کړمه زهير

ښه به وي که لږ مې دا تياره قبر رڼا کاندي

که مې رڼا کړی وي د چا ذهن او ضمير

مه کړۍ د ريا لپاره ما پسې خيرات

ځان پسې نه غواړم خيراتونه چشمگير

ورکړی غريبانو  ته که وي زما څه مال

پټ غوندې له خلکو چې پکې نه وي تشهير

خدای ته ډېر نږدې وي له هر چا څخه الفته!

هغه چې دنيا کې وي غريب خوار و حقير

 

وېشنيزه:گل پاچا الفت وېشنيزه:شعرونه ز

Advertisement