Fandom

شعرونه

زموږ د مينې ديدن

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

اوموږه دوه ليوني

خدای(ج) خبر چيرې به ځو

نجلۍ مې لاس ونیو

او دواړه پر سپین آس سواره شو

هغې مغرورې مستې پیغلې راته داسې وکړه پاتې کیسه :

« اوس هلته لرې د یو غره لمن کې

چې زموږ د سوي کلي باد پرې هره ورځ لګېږي

د یو پراخ او شنه ځنګله په منځ کې

هلته له سترګو لرې

د قلندر بابا یو کلی جوړ دی

او له هغه سره ملګري ټول زلمي او پیغلې هلته اوسي

زخمي هوسۍ هم ورسره ده هلته

لا یې زخمونو څخه وینې راځي

ټپي هوسۍ ته یې له لوخونه بستر جوړ کړی

دا څو کلونه وشول

چې د هغې د زخمو وینې په بستر بهېږي

ملنګ بابا او د هغه ملګري

په اوښکو مینځي د هوسۍ زخمونه ،

دملنګ سترګې په ژړا سپینې شوې

هغه په دواړو سترګو ړوند دی اوڅوک نه شي لیدی

او زما مین هم په ژړا ژړا ړوند شوی دی اوس

ښايي ملګري د ملنګ بابا به ټول ړانده وي

هوسۍ ځګیروی کوي او هېڅ نه وايي

یوازې کله کله ستا نوم د ځګیرویو منځ کې

په نیمه ژبه اخلي

هغه شپونکی یادوي

کله شپیلۍ یاده کړي

کله غنم یادوي

او کله ستا دهغې ښکلې مینې نوم اخلي

هغه چې تورې تورې سترګې لري

هغه چې اوس خدای(ج) خبر چیرې تللې؟!»

¯¯¯

زه او مغروره پېغله

ورو ورو روان وو د ځنګلونو منځ کې

هغې کیسه کوله

او زه حیران وم دخپل ګران کلي عجیب داستان ته

تر څو له لرې د ځنګلونو منځ کې

د یوه غره په لمن

د شنو زیتونو او څېړیو تر خوا

ښکاره شوې څو جونګړې

له وچو څانګو او وښونه جوړې

په عجیبه شانتې چوپتیا کې ډوبې

سم چې ور ورسېدو

هلته مو ولیدل خپل څو کلیوال

رنګونه ژیړ

بڼې سپېرې

سترګې له اوښکو ډکې

ځینې ځوانان او ځینې پیغلې وو ړانده په ژړا

او د مغرورې پیغلې

ښکلی جانان هم اوس په سترګو ړوند و

مګر بیا هم د خپلې مینې په راتلو وپوهېد

مغرورې پیغلې هغه غېږ کې ټینګ کړ

او په ژړا ژړا یې ښکل کړل سره

زما په سترګو کې هم اوښکې راغلې

او ما ملنګ وليده

نو شیبه وروسته موږه ټول ولاړو ملنګ بابا ته

هغه چې زموږه له راتلو خبر شو

خپلې جونګړې نه بهر راووت

یو څه خوشاله او حیران ښکارېده

هغه زموږه درناوي ته راغی

ماته یې غېږ پرانیسته

او چې یې سر زما پر ولي کېښود

خدایزده چې ویې ژړل که ویې خندل

د هغه ول ول څڼې سپینې وې اوس

د شین کمیس پر ځای یې تور کمیس په غاړه کې پروت

کچکول یې مات و، تبرګي یې لاستی نه درلوده

خو لایې سترګو کې هماغسې بریښنا ځلیده

په ړندو سترګو کې یې اوس هم لا جهان ښکارېده

هغه له هر څه خبر

او په هر څه پوهېده

خو اوس هغه هم زموږ د کلي برخلیک ته ژړل

ملنګ چوپتیا نه وروسته داسې وویل :

ښه شو چې راغلې

اې د هسکو هسکو غرو شپونکیه !

زموږ د کلي د سندرو پاچا

اې د شپیلۍ د نغمو

د کوډو لویه ځوانه!

زموږ غم آباد ته دې قدم مبارک

کېدای شي ستا دغه کوډګره شپیلۍ

زموږ هوسۍ وژغوري

زموږ د کلي نیکمرغي، د خپلواکۍ ملکه

هغه چې اوس ساه باسي

د ژوند او مرګ پر پوله

او له زخمونو نه یې وینې راځي.

ته پرې خبر یې چې د چا له لاسه؟

زموږه خپلو لاسو

زموږ د کلي د زلمیو مټو

هغه د مرګ تر ستوني راوستله

خو خدایزده چاته یې خپل ژوند ساتلی

خدایزده وروستۍ سلګۍ یې چاته پریښي

څو کاله وشول ځنکدن یې دی

خو سترګې یې لا لارې څاري

کله په نیمه ژبه تا یادوي

کله شپیلۍ یادوي

کله ستا ورکه مینه

کله غنم یادوي

او کله سپینې اوبه

ښايي چې ستا نغمې یې بیا ژوندۍ کړي

ځکه خو هیله کوم

اې د سندرو پاچا

راشه تر څنګ یې کېنه

شپیلۍ دې وغږوه

تر هغې ورځې پورې

چې هوسۍ بیا ژوندۍ شي

چې زموږ له کلي څخه تللې د خوښیو ورځې

بېرته را وګرځي او بیا راشي

او دا د وینو او غمونو شیبې

نورې د تل لپاره کډه وکړي.

آه زموږ د مينې هوسۍ

او ما همداسې وکړل

زه او ملنګ بابا هوسۍ ته راغلو

پیغله او ړوند جانان یې هم راسره

ټول د جونګړو اوسیدونکي تر شا

هلته له لوخو جوړه شوې وه یوه کوډله

منځ کې یې پروت و، یو د لوخو بستر

او د بستر له پاسه

یوه زخمي ښاپیرۍ

د درد په خوب ویده وه

هغه مغروره، هغه مسته هوسۍ

هغه د هیلو، نیکمرغیو، خپلواکیو نښه

چې ټول جهان یې په دیدن پسې هلاک و هلاک

خو اوس د مړي په شان

د ژوند په ولیو بار وه

آه زموږ د مینې هوسۍ!

خدای(ج) خو دې وساته د مرګ له لاسه

زه به دې سر ته کینم

او څو چې ساه لرمه

ستا ښکلي روح ته به شپیلۍ ووهم

درته به جوړه کړم د ژوند سندره

تا به د مینې په نغمو مسته کړم

نو دادی واوره!

اې زموږ د خپلواکۍ او نیکمرغۍ ملکې!

¯¯¯

زما شپیلۍ زما د ژوند دا سرګردانه بیړۍ

بیا د یو ورک سفر په لارو سرده

خدای(ج) خبر بیا چیرې ځي

دادی زموږ د خپلواکۍ هوسۍ ته

د ژوند سندرې وايي

لکه چې بیا په کوډو راغله سحرګره شپیلۍ

خدایزه چې بیا کوم طلسمونه وژني

شپیلۍ لګیا ده لا نغمې وروي

او د زخمي هوسۍ په مړاوو اننګیو کې بیا وینه ځغلي

او سپېرې شونډې یې وروــ ورو رپیږي

ښايي تکل د څه ویلو لري

بابا ملنګ مې پر اوږده لاس ایښی

او راته وايي داسې

ښايي چې زموږه خپلواکي بیا راځي

ښايي چې زموږه نېکمرغي بیا راځي

زه په ړندو خوبو کې وینم رڼا

زه د لمر پل پېژنم

تانه قربان شم د نغمو پا چا شپیلۍ ووهه

سندرې وبوله سحر نږدې دی

هوسۍبه ویښه شي او مات به شي د وینو طلسم

ځار شم ،شپیلۍ ووهه

او ما همداسې لا شپیلۍ وهله

سترگې دې پرانيزه اى ښکلې هوسۍ

موږ ټولو خپلې سترګې تاته درکړې

سترګې دې وغړوه

موږ خپل ژوند ټول یوه نغمه کړ ستا تر سر مو ځار کړ

سترګې دې پرانیزه اې ښکلې هوسۍ

زموږ د هیلو او د مینو نازولې هوسۍ

او دې سندرې سره

ښایسته هوسۍ خپلې بیمارې سترګې پرانیستلې

بیا یې زموږ خواته را وکتل

یو یو یې له نظره تېره کړو

لږ څه موسکۍ شوه

لږ څه وځګرویده

او شیبه وروسته یې بیا سترګې زما په لور کږې کړې

هغې په ښکلو سترګو ماته کتل

او بیا یې ورو وویل :

«ماته شپیلۍ ووهه

ماته نغمې جوړې کړه

یوازې ستا شپیلۍ ژوندون راکوي

یوازې ستا نغمې مې مرګ نه ژغوري

شپیلۍ دې وغږوه

او زما د ژوند کیسه تر پایه وکړه

ستا د شپیلۍ په ژبه زه پوهېږم

یوازې ماته د نغمو کیسه په زړه پاتې ده

ماته زما د ژوند کیسه ووایه!

تر وروستي فصله،

تر وروستۍ شیبې

تر پایه پورې!»

هوسۍ تردې خبرو وروسته سترګې بیا پټې کړې

یو څه آرامه شوه ښایسته ښاپیرۍ

ما لا وهله شپیلۍ

ماښام نه آن تر سپین سهاره پورې

آن تر هغو چې لمر را وختلو

څومره تیاره وه، څه اوږده وه دا شپه

ملنګ بابا هم ویښ و

مغروره پېغله ړوند مین یې ویښ وو

ښايي ددې جونګړو ټول زلمي او پیغلې ویښ وو

سم چې سهار شو او لمر څرک وواهه

هوسۍ بیا خپلې سترګې پرانیستلې

دا ځل یې بیا ماته را وکتل په ښکلو سترګو

خو په لیمو کې یې را ورغړیدې سپینې اوښکې

او له ژړا سره یې داسې وویل :

« شپونکیه ! ستا شپیلۍ رښتیا وویل

هو په رښتیا زه ګنهکاره یمه

داټولې وینې زما له لاسه بهیدلي دلته

دا هر څه ځکه وشول

تر څو چې زه د خپلواکۍ ملکه

دهسکو هسکو غرونو کلي ته راوګرځمه

دغو زلمیو همدا زه ګټلم

ځکه یې وریبل شول شنه سرونه

دې کلي پرته له ما ژوند نه غوښته

ځکه خو وسوزید لمبه لمبه شو

ځکه په وینو کې یې ولمبل

تالا شو

لوټ شو

دې غرونو زه غوښتلم

ځکه یې ډکې شوې لمنې د بچو له قبرو

دې پیغلو زه غوښتلم

ځکه یې لوټ شول د حیا پړوني

دې کوچنیانو زما سیوری غوښته

ځکه له لوږې مړه شول

اې کلیوالو!

اې د هسکو هسکو غرونو خلکو!

اې پیغلو!

اې زلمیو!

اې زړو، ځوانو، نارینه وو، ښځو!

مګر دا «زه» په دومره وینوارزم؟!

«زه»

هو!

همدا «زه» همدغه ښکلې هوسۍ

همدغه ستاسو ښایسته ښاپیرۍ

د خپلواکۍ ملکه

د آزادۍ پرښته

د استقلال څښتنه

مګر په دومره ریبل شوو سرو

دومره قبرونو دومره سویوارواګانو ارزم؟!

آیا زه ټوله د «انسان» په یو ویښته ارزمه؟

آیا زه ټوله د «انسان» په یوه درد ارزمه؟!

په یوه آخ

یوې سلګۍ

او یوې اوښکې ارزم؟!

نه خلکو نه ارزمه

زه هېڅ ارزښت نه لرم

تاسو یې ومنئ چې ما خو داسې حال نه غوښته

دومره د وینو تږې هم نه ومه

دومره سرونه خو مې نه غوښتل

د دومره غوښو وږې نه وم

هر څه زما په نوم شول

دا هر څه داغ شول زما پر سپینه لمن

آه خدایه! دا څه وشول

آه خدایه! ما وبښه

اې ربه! ما وبښه . . .»

ښکلې هوسۍ وژړل

د هغې سترګې شوې د اوښکو چینې

ښايي چا غوږ کې ورته داسې وویل :

هوسۍ!

سلګۍ ووهه،

وژاړه او زړه دې تش کړه!

خپل برخلیک ته ژاړه

چې ستا لپاره یې د څومره «انسانانو» ژوند ته اور ورته کړ

وژاړه ښکلې ښاپیرۍ وژاړه

اې د آزاد ژوندون ښایسته ملکې!

هغومره وژاړه چې تولې وینې

ستا د رڼو اوښکو په سیند لاهو شي

په خپلو اوښکو وینې ومینځه او مینې شنې کړه

هغومره مینې شنې کړه

چې نور د وینو رنګ له خلکو هېر شي

خو له ژړا نه وروسته

هوسۍ ورو وخوځیده

او په زخمي ګوتو یې

په خپل ګرېوان کې کوم څه ولټول

بیا یې را وویست د سرو زرو تاویز

او شیبه وروسته یې د پوښ له منځه

د لاس په رغوي کې غنم تویې کړل

او د غنمو درې دانې یې موږه ټولو ته راوښوولې

یوه شیبه یې ماته ښه وکتل

او بیا یې وروسته راته داسې وویل :

اې زموږ د کلي د نغمو شهنشاه

د سرو او تورو طلسمونو ماتوونکیه جادوګره واوره!

- زه مې د خپل ژوند هستي تاته سپارم

کیدای شي دغه د غنمو درې دانې درسره مرسته وکړي

چې ددې کلي د مرګونو کوډې ماتې کړې پرې

زموږ د کلي د جګړو طلسم

یوازې دغه درې غنم او ستا شپیلۍ ماتوي

دغه غنم دي، ها سپیڅلي غنم

چې ډېر کلونه پخوا

زموږ د کلي کروندو کې شنه وو

چې لا زموږ کلیوال

دخپلو مینو په خوږو کې ډوب وو

چې نه لات دیو و ، نه اور دیو

نه یې زاړه چوپړګر

نه دا لښکرې وې او نه هم د جګړې هیاهو

کله چې زموږ کلي کې فصل د غنمو شین و

دغه غنم مې کړل تاویز د خپل ګریوان لپاره

ما ویل چې ما سره به زما د کلي نښه وي د تل لپاره

خو اوس چې زموږ کلي کې فصل د غنمو نشته

او کلیوالو مو د ټول عمر روژه نیولې

Also on Fandom

Random Wiki