Fandom

شعرونه

زموږ د کلي لارې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په سرو وينو تکې سرې دي اوس زموږ د کلي لارې بې ملنګه هديرې دي اوس زموږ د کلي لارې
ته له ما نه پکې ورک شوې، زه له تا نه پکې ورک شوم خونړۍ غوندې تيارې دي اوس زموږ د کلي لارې
تېروو راتېروو پرې جنازې د ځوانيمرګو بوله جوړې تاترې دي اوس زموږ د کلي لارې
زه درتلی نه شمه تا ته، ته راتلی نه شې اوس ما ته د سرونو خطرې دي اوس زموږ د کلي لارې
ټپي کېږي پکې زړونه او قتلېږي پکې مينې غم لړلې نندارې دي اوس زموږ د کلي لارې
د پردو غېږ کې لوی شوي د پردو پسې روان دي دا په څه خورې ورې دي اوس زموږ د کلي لارې
څو يزيدو قاتلانو د مينونو کروندې کړې د مرګونو منظرې دي اوس زموږ د کلي لارې
سوې ساندې ډېرې ډېرې خو سندرې پکې نه اورو د غمونو خاطرې دي اوس زموږ د کلي لارې
خاطرې نورې زړه سوانده چې نه ځي او نه راځي پرې ځکه شاړې او سپېرې دي اوس زموږ د کلي لارې

Also on Fandom

Random Wiki